ایکنانیوزد الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د قربانئ د نیکمرغه لوي اختر په مناسبت، د مصر په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو مصریان په میدانونو او جوماتونو کې د قربانئ د نیکمرغه لوي اختر د لمانځه لپاره غونډ شول او په یوې له خوښۍ او سرور او ولولې په ډکې فضا کې ئې د «الله اکبر» ندا او چغې پورته کړې.
دوي په داسې فضا کې، چې له خوښۍ او سرور څخه ډکه وه، د «الله اکبر» شعارونه پورته کړل.
په ځینو ښارونو کې د اختر د خطبې د پیل د نښې په توګه د لوړو ودانیو څخه د بالونونو خوشې کولو سره د ماشومانو لپاره یوه د خوښۍ ډکه فضا رامنځته شوه.
د پولیسو ځواکونو د لمونځ کوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره خپل امنیتي شتون پیاوړی کړ. د مصر د ځوانانو او سپورټ وزارت اعلان وکړ چې لمونځ کوونکي کولی شي د اوقافو وزارت په همکارۍ د ځوانانو په مرکزونو کې په انګړونو او لوبغالو کې د قرباني اختر لمونځ ادا کړي. د لمانځه وروسته، ماشومانو ته ډالۍ او خواږه ووېشل شول. د مصر د اوقافو وزارت هم راپور ورکړ چې د مرکزي عملیاتو خونې د لمانځه په جریان کې هیڅ کومه پېښه ثبت کړې نه ده.
کورنۍ د اختر د نوو جامو په اغوستلو سره میدانونو او جوماتونو ته لاړې څو لمونځ وکړي او د اختر د خوښۍ شپې ورځې پیل کړي. کله چې خلک له لمانځه میدانونو څخه ووتل، په یوې له مینې او خوښۍ فضا کې ئې جشنونه وکړل او د کورونو لپاره د قربانۍ ذبح کولو د مخه ئې په میدانونو او جوماتونو مخې ته د ډالیو او بالونونو په وېشلو سره یو بل ته د اختر مبارکي وویله. د مصر په بېلابېلو برخو کې ګورنرانو، قومندانانو، امنیتي چارواکو او روحاني مشرانو د جمعې په سهار په اصلي میدانونو او بېلابېلو جوماتونو کې د قرباني اختر په لمانځه کې ګډون وکړ.
په ځینو سیمو کې د سرې میاشتې رضاکارو د قرباني اختر د لمانځه په ځایونو کې پر ماشومانو ډالۍ، بالونونه، خواږه او د سره میاشتې بیرغونه ووېشل څو د دوی په مخونو خوښي راولي.
په الاقصر، غربیه، اسیوط، سوهاج، دمیاط، قاهره، اسکندریه، دقهلیه او قلیوبیه ولایتونو کې، میلیونونه مصریانو په یوه د خوښۍ او سرور ډکه فضا کې د قرباني اختر لمونځ ادا کړ.
ایکنانیوز د قربانۍ د نیکمرغه لوي اختر په مناسبت د مصر د میلیونونو خلکو د ولولناکو دستورو یو لړ انځورونه په انځوریز راپور کې برابر کړي چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4286807